هندواڼې مو د زړه روغتیا تضمینوي

هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.

لومړی| د زړه روغتيا تضمينوي 
وروستيو څېړنو موندلې ده، چې هره ورځ لږه اندازه هندواڼه خوړل کولای شي د هغو بدو کلسټرولونو د راټولېدو مخه ونیسي، چې د زړه د ناروغيو سبب کېږي. همدارنګه په رګونو کې د غوړو ټولېدنه په کافي اندازه کمولای شي. باید یادونه وکړو، چې ددې چارو اصلي سبب په هندواڼه کې شته سیترولین دي.

دویم| د التهاب په ښه والي کې مرسته کوي
په هندواڼه کې د شته ګټورو ترکیباتو له جملې یو هم لیکوپن دی، چې ډېرې ګټې لري. یو لوی خاصیت یې همدا دی، چې د التهاب ضد دی.
په مختلفو کارتنويیدونو کې لیکوپن تر ټولو غوره ګنل کېږي. د التهاب ضد اغېزو په برخه کې آن له بتاکاروتن څخه ګټور ثابتېږي.

درېيم| انرژي
هندواڼه د ويټامین بي (B) یوه غني سرچينه بلل کېږي، چې دا ويټامين په بدن کې د انرژۍ د تولید اصلي مسول بلل کېږي. دا مېوه د لوړې انرژې بخښونکې ده. که هره ورځ هندواڼه خورئ، نو د ورځې په اوږدو کې به د راحت احساس لرئ. همدارنګه په هندواڼه کې شته پوتاشیم کولای شي، ستاسو د بدن ستړيا ختمه کړي.

څلورم| د سرطان پر وړاندې مبارزه کوي
د څېړنو موندنې ښيي، چې په هندواڼه کې شته “لیکوپین” پر سرطان د اخته کېدو ګواښ کموي. د هندواڼو په دوه ګیلاسه اوبو کې “۲۰” ملي ګرامه لیکوپن شته، چې په بدن کې د آزادو رادیکالانو پر وړاندې مبارزه کږي او د سرطان په مقابل کې د بدن ساتنه کوي. له دې سره ـ سره لیکوپن د HPV په درملنه کې هم ګټور ثابتېږي، پرته له دې د رحم د سرطان حتمي کېږي.

پنځم| د عضلاتو درد کموي 
که له یوې ستړې کاري ورځې وروسته د ځان درد احساس لرئ، هندواڼه یې ښه درملنه کېدای شي. دا مېوه د امینو اسیدونو او الکترولیدونو ښه منبع ده، چې د عضلاتو د درد ښه تسکین کېدای شي. نو که ستړي کاري ورځې لرئ، هڅه وکړئ هندواڼو ته پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

شپږم| هضمیت
لکه څنګه چې پوهېږې، هندواڼه په کافي اندازه اوبه لري، نو ځکه کولای شي د هضم پروسه ښه کړي. همدارنګه په هندواڼو کې شته فایبر د هضم په ښه والي او د قبضيت په مخنيوي کې ګټور ثابتېږي.

اووم| د وزن په کمولو کې مرسته کوي
د هندواڼو له مهمو روغتيايي ګټو څخه یو هم دا ده، چې په ښه توګه د وزن په کمولو کې مرسته کوي. څېړنو ښودلې ده، چې هندواڼه په بدن کې د مېتابولېزم سرعت ډېروي او د وینې غوړ کموي، چې په پایله کې ستاسو وزن د کمېدو سبب کېږي.

اتم| د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي 
هندواڼه د ويټامين سي (C) یوه ښه منبع بلل کېږي، چې دا ويټامين د بدن ایمني ځواک ته پیاوړتيا وربخښي. ددې ترڅنګ ویټامین بي شپږ چې انتي باډي تولیدوي د بدن دفاعي سیستم قوي کوي. په دې برخه کې ويټامین ای “A” هم د یادولو وړ دی.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *