د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

د نړۍ یو له هغو ناروغيو، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي د “کنګو تبه” ده. دا یوه خطرناکه وېروسي ناروغي، چې په شديدو حالاتو او همدارنګه د نه درملنې په صورت کې د انسان د مرګ سبب کېدای شي. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پېژندنه، نښې نښانې او د مخنیوي لارې چارې ولولئ.

کنګو تبه

د کنګو تبې رسمي نوم “Crimean Cango Haeomorrhagic Fever” دی؛ خږ د لنډون لپاره ورته د “CCHF” مخفف ټاکل شوی دی. د کانګو تبه یوه وژونکې او خطرناکه ویروسي ناروغي ده.

په حېواناتو کې ددې وایروس اصلي سرچینې اوري، وزې او غواوې دي. د کنې د چیچلو له لارې حېوان څخه حېوان او همدارنګه له حېواناتو سره د تماس په نتیجه کې انسان ته هم انتقالېږي.

لکه د نورو ټولو ناروغيو “CCHF” هم خپلې نښې نښانې لري. که په نږدې وخت کې مو له حېواناتو سره تماس درلود او لاندې علایم لرئ، نو ژر تر ژره نږدې روغتيايي مرکز او یا هم ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ: حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

علایم

د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟
د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟ – rughtia.com

ددې ناروغۍ عمده علایم عبارت دي، له:

  • تبه
  • شدید سر درد
  • د عضلاتو شدید درد
  • بې اشتهایي
  • له رڼا څخه وېره
  • زړه بدوالی
  • د ستونې درد
  • د خېټې درد
  • له پوزې او خولې څخه د وینې بهېدل
  • په ادرارو کې د وینې راتګ

له دې ټولو سره ـ سره په بعضې ناروغانو کې ځينې نور مختلف علایم هم مله وي.

د مخنيوي لارې چارې

روغتيايي څېړونکي ددې ناروغۍ د مخنيوي لارو چارو په اړه دا سپارښتنې لري:

  • د څاروي حلالولو پر وخت باید دستکشې او اوږدې جامې واچول شي.
  • د قصابۍ چاړه باید په خوله کې و نه نیول شي.
  • د کنې په له منځه وړلو کې دې له حېواني ډاکټر سره مشوره وشي.
  • که له ناروغ سره اوسئ، ماسک او دستشکې مه هېروئ!
  • که پر لاس ټپ لرئ، د قربانۍ پر وخت خپله کار مه کوئ.

دا هم ولولئ: د تخمدان سرطان څه ته وايي؟

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *