د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ.

ملاریا

په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر اوسه ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم واکسین نه دي کشف شوي، مګر له نېکه مرغه د ناروغ د ښه کېدو لپاره درمل موجود دي.

د ملاریا پرازیټ (Plasmodium) د انوفیل (Anopheles) ماشي په واسطه د انسان بدن ته انتقالېږي. کله چې دغه ماشی تاسو وچيچي د ملاریا پرازیټ ستاسو د وينې جریان ته داخلېږي. جیګر د انسان په بدن کې هغه لومړنی ځای دی، چې دا پرازیټ په کې وده کوي. له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې له دې ځایه حرکت کوي او د وینې جریان ته ور ګډېږي. ورځ تر بلې د بدن نور سلولونه هم پر دې پرازیټ ککړېږي.

په دې توګه په هرو درېيو ورځو کې یو وار د ملاریا علایم وينئ. تبه چې  ددې ناروغۍ له عمده علایمو څخه شمېرل کېږي ډېر وينئ. باید ووایو، چې دا ناروغي په ګرمو سیمو کې ډېره خپرېږي.

لاملونه

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه
د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه – rughtia.com

کله چې د ملاریا پر پرازیټ ککړ ماشی یو انسان وچيچي نوموړی کس پر ملاریا اخته کېږي. له دې معلومېږي، چې ملاریا د وينې له لارې انتقالېږي، پر همدې اساس یې ځينې نور لاملونه په دې توګه یادولای شو.

  • د وینې انتقال
  • د یوې عضوې پيوند
  • د یوې پيچکارۍ ګډه کارونه

د ملاریا علایم

ددې ناروغۍ په دوام سره یې نښې د ۱۰ ورځو نیولې آن تر څلورو اونيو راڅرګندېږي. په ځينو قضیو کې یې نښې آن په مياشتو میاشتو هم نه معلومېږي. یعنې تر اوږدې مودې پټ وي. ددې ناروغۍ عمده علایم په لاندې ډول دي.

  • تبه
  • لړزه
  • خوله
  • سر درد
  • زړه بدوالی
  • کانګې
  • د وينې کمښت
  • د عضلو درد
  • نا آرامي
  • بې هوښي
  • د خولې خوند خرابوالی

درملنه

ددې ناروغۍ درملنه معمولا د روغتياپالانو له خوا ترسره کېږي. ډاکټران ستاسو د پرازيټ ډول ته په کتو د درملو توصیه کوي. البته که پرازیټونه قوي وي، روغتياپالان ستاسو په درملو کې پرازیټ ته په کتو بدلون راولي. په عادي حالاتو کې “کلوریکین” او په سخت ډول کې یې “مفلوکيين” درکول کېږي.

 

دا هم ولولئ: حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *