د تور زېړي په اړه لا ډېر پوه شئ!

اکثره خلک “تور زېړی” یوه عادي ناروغي ګڼي؛ مګر حقیقت دا دی، چې دا یوه خورا خطرناکه او وژونکې ناروغي ده. په ټوله نړۍ کې هر کال نږدې “۸۸۴” زره تنه د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو د خوښۍ خبر دا دی، چې ددې ناروغۍ واکسین شته او په ۹۰ سلنه وګړو کې ددې ناروغۍ مخنیوی کولای شي. همدارنګه پر وخت تشخیص او درملنې سره هم ستونزه ژر حل کېدای شي. په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ په اړه هر اړخیز معلومات لولئ.

تور زېړی
دا یوه ډېره خپرېدونکې ناروغي ده. په علمي توګه هيپاټيټ بي “B” بلل کېږي. اصلا دا د ځيګر د التهاب په معنا ده. ددې مهم غړي د التهاب ګڼ لاملونه موجود دي، چې له ډلې یې د الکولو او ځینو درملو استعمال د یادولو وړ دي. ورسره ـ ورسره ویرسونه هم د ځيګر د التهاب یو سبب بلل کېږي. تور زېړی هم یوه عفوني ناروغي ده، چې د “HBV” وایروس له کبله منځته راځي. دا ویروس په عمده ډول ځيګر تر برید لاندې نیسي.
دا ویروس نه یوازې دا چې ځيګر خرابوي. ترڅنګ یې د ځيګر او پانکراس د سرطانونو سبب هم کېږي. په ځينو پېښو کې ناروغ د لنډې مودې لپاره ځورېږي؛ مګر په بعضي نورو کې انسان د مرګ تر کومې رسوي.

علایم
د هرې ناروغۍ ځينې خاصې نښې نښانې وي، د کومو په مرسته چې روغتياپالان د ناروغۍ د نوعيت اټکل کولای شي. “تور زېړی” هم ځينې علایم لري. خو ویلای شو، چې په ضعیفو پېښو کې یې هېڅ علایم نه وي. مګر بیا هم ځینې عمده علایم په دې توګه بیانولای شو.

  • تبه
  • ستړیا
  • د اشتها ختمېدل
  • زړه بدوالی
  • کانګې
  • د خېټې درد
  • د هډوکو او بندونو درد
  • زېړوالی

د خپرېدو لارې
“تور زېړی” د هغو ناروغيو په ډله کې راځي، چې له ناروغ شخص څخه روغو ته د انتقالېدو او خپرېدو خطر لري. نو پر همدې اساس هڅه وکړئ د “تور زېړي” له ناروغانو سره نږدې تماس مه لرئ. ددې ناروغۍ د خپرېدو ځینې لارې چارې عبارت دي له:

  • له مور څخه ماشوم ته
  • د جنسي اړیکې له لارې
  • د پيچکارۍ (ستن) له لارې
  • د ناروغ له وینې سره د تماس له کبله

څه وکړو؟
لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه کړې ده، له نېکه مرغه تاسو کولای شئ واکسین وکړئ او په دې توګه خپل ځان او کورنۍ له دې خطرناکې ناروغۍ وژغورئ. خو که بیا هم تاسو او یا هم ستاسو د کورنۍ کوم غړی دا ناروغي لري او یا یې علایم وینئ نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ. د هغه درمل او لارښوونې عملي کړئ. ډېر ژر به روغتيا ومومئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *