د بادرنګو روغتيايي ګټې

د بادرنګو روغتيايي ګټې

د بادرنګو روغتيايي ګټې

هر ډول مېوې، سبزیجات او خواړه د ځانګړو خواصو او روغتيايي ګټو درلودونکي وي. ددوی له ډلې بادرنګ هم په پراخه اندازه ويټامينونه او مغذي مواد لري. تاسو به په دې لیکنه کې د بادرنګو پر روغتيايي ارزښت او ګټو پوه شئ.

کمه انرژي او ګټور مواد

که د یو سالم غذايي رژيم پر درلودلو فکر کوئ، نو بادرنګ له یاده مه باسئ. یوازې “۳۱۲” ګرامه بدرنګ د انسان د بدن ورځنۍ اړتيا ۱۴ سلنه ويټامین سي، دوه شپېته فیصده ويټامين کا، ۱۰% مګنيزیم او دیارلس سلنه پوتاشیم پوره کوي.

همدارنګه له پوټکي سره درې سوه ګرامه بادرنګ پرته له کلستروله، یوولس ګرامه کاروبوهایدریت او یوازې ۴۵ کالوري انرژي لري.

د انتي اکسیدانونو درلودل

انتي اوکسیډانونه د هغو خطرناکو آزادو راډيکالونو د خنثی کولو وړتيا لري، چې په بدن کې د سرطان د پيدا کېدو سبب کېږي. په بادرنګو کې کوکوربیتاسینونه، ګلوکوزیدونه، لیګنانونه او آپيژنينونه هم موجود دي.

د بادرنګو روغتيايي ګټې
د بادرنګو روغتيايي ګټې – rughtia.com

دا ترکیبات د فریستین په نوم د فلانولي په مرسته کولای شي، له سرطان سره د مبارزې په برخه کې ګټور ثابت شي. همدارنګه کولای شي د DNA د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي. ددې ترڅنګ د بادرنګو ځينې نور انتي اکسیدانونه د سرطاني سلولونو په له منځه وړلو کې رول لري.

بادرنګ بدن اوبه پوره کولو کې مرسته کوي

د صحت لپاره په بدن کې د اړتیا وړ اوبو پوره کول حیاتي مسله ده. په ځانګړې توګه په اوړي کې زموږ بدن ډېرو اوبو ته اړتیا پيدا کوي. نو بادرنګ نه یوازې دا چې ګټور مواد لري، ۹۵% له اوبو جوړ دی. د یو بادرنګ خوړل تقرییا د یو ګیلاس اوبو څښلو سره برابر دی. نو هڅه وکړئ، په اوړي کې د خپل بدن اړتيا وړ اوبو پوره کولو لپاره بادرنګ هېر نه کړئ.

بادرنګ وزن کنټرولوي

که په دې هڅه کې یئ، چې خپل مناسب وزن همداسې وساتئ، نو کولای شئ پخپل غذایي رژيم کې بادرنګو ته ځانګړی ځای ورکړي. بادرنګ کمه کالوري لري، خو له غذايي فایبر څخه ډک دی. په دې توګه بدرنګ تاسو ته د مړښت احساس درکوي، مګر وزن مو نه ډېروي.

له دې ټولو سره ـ سره څېړنو د بادرنګو ځينې نورې ګټې هم ښودلي، چې په عبارت دي له:

  • بادرنګ د وینې شکر کنټرول ساتي.
  • د هډوکو په پياوړتيا کې مرسته کوي.
  • د هاضمي سیسټم په ښه والي کې ګټور ثابتېږي.
  • د سر درد مخنيوی کوي.
  • د زړه روغتيا تضمينوي.
  • د پوستکي لپاره ګټور دي.
  • د عصبي اختلالاتو په مخنيوي کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ: د تخمدان سرطان څه ته وايي؟

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *