تمه (طمع) کله رواني ناروغي ګرځي؟

په ټولنیژ ژوند کې بېلابېلې کړنې زموږ پر روان راساً اغېزې لري. همدارنګه ویلای شو، چې زموږ عادتونه، شخصيتي ځانګړنې او ورځنۍ چارې زموږ د رواني روغتيا او ناروغتيا ټاکنه کوي.
په ټولنیز ژوند کې له کورنۍ، خپلوانو او ملګرو تمه یوه عادي چاره ګڼل کېږي؛ خو که دا عادت ومره جدي شي، چې ستاسو ژوند اغېزمن کړي، بیا یې عادي مه ګڼئ، بلکې د یوې جدي رواني ناروغۍ په توګه یې ومنئ. تاسو به په دې لیکنه کې پر همدې موضوع پوه شئ.

کله ناکله ځينې خلک مهرباني او تمه سره نه بېلوي؛ له همدې امله هغو وګړو، ته چې مهربانه دي د یو طامع په توګه ګوري. په دې توګه د یو نېک انسان د نېکۍ خوی ختم او له منځه وړي؛ دا کار ډېر نامناسب دی. که څوک نورو ته احترام لري، مرسته ورسره کوي او نږدې اړیکې ورسره لري دا تمې نښې نه دي؛ بلکې دا مهرباني ده.
خو که یو څوک همدا چارې ترسره کوي او په مقابل کې بېرته ترې همداسې چاره تر دې حده غواړي، چې د نه تر راسه کولو په صورت کې یې مایوسه کېږي، خفه کېږي، ژاړي، غوسه کېږي او ورته نور علایم ولري، بیا نو ویلای شو دا شخص د تمې له رواني اختلال سره مخ دي.

توپيرونه
د مهربانۍ او تمې ترمنځ توپیر په دې کې دی، چې عمل ترسره کوونکی له مقابل لوري بېرته د څه غوښتنه لري. د بېلګې په توګه یو مهربانه انسان ډالۍ اخلي، خو هېڅکله یې په یاد نه پاتې کېږي، چرته او په څو یې ډالۍ اخیستې ده. مګر تمه کوونکی هېڅکله د څيز اخیستلو ځای، قیمت او نور ورته مسایل نه هېروي.
د تمې پر رواني ناروغۍ د اخته انسان پېژندلو لپاره ددې ناروغۍ لاندې ځانګړنې ولولئ.

  • هڅه کوي، چې تل د نورو تائيد ترلاسه کړي.
  • تل د نورو غیبت او شکایت کوي.
  • ټوله هڅه یې دا وي، چې د نورو مینه جلب کړي.
  • احساساتي پرېکړې کوي (پرته له فکره)
  • ژر غوسه کېږي.
  • ناهیلی او مایوس وي
  • له نورو ډېره تمه کوي. د خپلو ملګرو د مال او دولت کیسې کوي.
  • فکر کوي نړۍ ته د نورو خلکو د ستونزو لرې کولو لپاره راغلی.
  • هڅه کوي (مهربانه، پاک او زړه سواندی) اوسي. هېڅکله هڅه نکوي چې (هوښيار او ځیرک) اوسي.
  • په پټه حسادت هم کوي.
  • د حقارت او کمترۍ احساس لري.
  • منونکی وي.
  • مظطرب وي.
  • یواځې وي.
  • همېشه نا راضه وي او ورته نور علایم هم لري.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *