که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

د ویده کېدو پر مهال انسانان بېلابېل خاصیتونه لري. دا ځانګړنې هم د ویده کېدو په چاپېریال او هم د ویده کېدو په ډول پورې اړه لري. څوک ناوخته ویده کېدل خوښوي څوک وخته، څوک په ښي اړخ پرېوځي، څوک په چپ او ځينې بېخي سرچپه پرېوځي. ددې ترڅنګ ځينې خلک په روښنایئ کې ویده کېږئ او ځينې نور بیا په تیاره کې ښه خوب کوي. مګر دا هر څه باید له طبي اړخه و ارزول شوي. موږ په دې لیکنه کې پر دې غږېږو چې که د ویده کېدو پر مهال ګروپ بند نه کړو، څه تاوان کوي؟ ځواب یې د لیکنې تر پایه مومئ!

که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!
هغه خلک چې د ویده کېدو پر مهال څراغ روښانه پرېږدي په تاوان کې دي. روغتيايي څېړونکي پر دې باور دي، چې د شپې له خوا په روښنايۍ کې ویدېدل د انسان په زیان دي؛ په ځانګړې توګه د انسان عصبي سیسټم ګواښي او د حافظۍ د کمزورۍ سبب کېږي. ځينې نور عمده زیانونه یې عبارت دي له:

پر سرطان اخته کېږئ!
د شپې لخوا په د ګروپ روښنایئ ته ویده کېدل د پروستات پر سرطان د اخته کېدو ګواښ زیاتوي. څېړونکي وايي د پروستات سرطان پېښې په هغو هېوادونو کې چې د شپې لخوا یې خلک ګروپونه روښانه پرېږدي نسبت هغو ملکونو ته چې خلک یې د ویدېدو پر مهال څراغونه بندوي، څو چنده ډېرې دي.
که څه هم د پروستات سرطان ګڼ نور عوامل هم لري؛ خو که غواړئ یو خطر مو دفع کړی وي، د شپې لخوا حتما ګروپ بندوئ.

د ماشومانو د سترګو دید کمزوری کوي
د یوې بلې څېړنې موندنې ښيي، چې په ماشومانو کې د سترګو د نظر د ضعف یو سبب د شپې له طرفه د څراغونو روښانه پرېښودل دي. که غواړئ ماشومان مو سالمې سترګې ولري، نو توصیه ورته وکړئ، چې په شپه کې د ویده کېدو پر مهال دې ګروپونه خامخا بند کړي.

د پورتنيو زیانونو سره ـ سره روغتياپالان پر دې هم باوري دي، چې د خوب پر مهال د ګروپ بل (روښانه) پرېښودل لاندې زیانونه هم لري:

  • د حافظۍ د کمزورۍ سبب کېږي
  • د خوب ګډوډي
  • د چاغوالي سرعت ډېروي
  • په ښځو کې د سینې د سرطان سبب کېدای شي
  • د ژور خفګان له عواملو څخه یې هم شمېرلای شو

څه وکړو؟د روغتياپالانو د سپارښتنې پر اساس باید د ویده کېدو پر مهال ګروپونه خاموش کړئ. همدارنګه هڅه وکړئ، د خپلو ماشومانو د اطاقونو ګروپونه هم بندوئ. په دې توګه هم خپله او هم مو د کورنۍ د غړو روغتيا تضمین کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *