له خوب وړاندې دا ټکي په پام کې ونیسئ!

خوب د انسان د فزیکي او ذهني ستړیا د له منځه وړلو بهترین درمل بلل کېږي. که څوک بشپړ خوب نه کوي او یا یې خوب نامنظم وي، نو حتما به له ذهني او رواني ګډوډيو سره مخ کېږي. موږ په دې لیکنه کې هغه اعمال درته معرفي کوو، چې له خوب مخکې یې باید ترسره کړئ/نه کړئ.

د ښه خوب لپاره کوم ټکي باید مراعت کړو؟
د ښه او داسې خوب کولو لپاره، چې کولای شي ستاسو روغتيا ته ګټور ثابت شي باید ډېر مسایل په پام کې ونیسو. په دې برخه کې ګڼې څېړنې شوي دي او ډېری روغتياپالان لاندې سپارښتنې کوي.

لومړی| په تیاره کې ویده شئ!
روغتياپالان وایي، چې له ویده کېدو وړاندې ګروپ حتما خاموش کړئ. که تاسو د ویده کېدو پر مهال ګروپ چالان پرېږدئ نو لرې نه ده، چې د حافظې او دید د کمزورۍ ترڅنګ له نورو ناروغیو سره هم مخ شئ.

دویم| مناسب بالښت ولرئ!
ځينې خلک د ویده کېدو پر مهال له اندازې لوړ او ځينې یې ټيټ بالښت کاروي، چې په دواړو حالاتو کې د انسان په ضرر دي. همدارنګه د بالښت نرموالي او کلکوالي ته هم پوره پاملرنه وکړئ. په دې توګه به مو هم خوب ښه وي او هم روغتيا.

درېيم| له خوړو وروسته سمدستي مه ویده کېږئ!
د ډاکټرانو بله توصیه دا ده، چې د خوړو له خوړولو وروسته سمدستي مه ویده کېږئ. دا چاره د معدې ترڅنګ نورې روغتيايي ستونزې هم زېږولای شي. نو اول خو د خوب پر وخت خواړه مه خورئ، که ومو خوړه نو ژر مه بیدېږئ!

څلورم| الکترونیکي شیان لرې کړئ!
په دې برخه کې دوه توصیې موجودې دي. خوب ته په نږدې وخت کې الکترونيکي شیان لکه “موبایل، کمپيوټر، تلویزیون او …” مه کاروئ. بله دا چې د خوب پر مهال یې له ځانه لرې کړئ. که دا توصیې مو عملي نه کړې، نو خوب نو ګډوډېږي او همدارنګه پر ذهن او روغتيا مو بدې اغېزې لري.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *