د ځمکني توت حیرانوونکي روغتيايي ګټې

د ځمکني توت حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ځمکني توت چې په انګلېسي کې یې “Strawberry” بولي، یو له ډېرو خوندورو مېوو څخه دی، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر مینه وال لري. په اوس وخت کې افغانان یې هم کرنې ته خاصه پاملرنه کوي. په دې لیکنه کې ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.

د ځمکني توت روغتيايي ګتې

د دې مېوې له زیاتو ګټو به یې پر ځينو په دې لیکنه کې بحث وشي. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.

لومړی ـ په بدن کې ذخیره شوي غوړ له منځه وړي

دغه سور رنګه مېوه، چې د آنتوسیانسين ښه منبع ده، په بدن کې د ذخیره شوو غوړو په لمنځه وړلو کې چټکتيا رامنځته کوي. نو که تاسو له دې ستونزې سره مخ یئ، کولای شئ دې مېوې ته په غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

دویم ـ د لنډ مهاله حافظې په پياوړتيا کې مرسته کوي

همدا آنتوسیانين کولای شی، چې د اتو ورځو په موده کې لنډمهالې حافظې ته ۱۰۰ سلنه پياوړتیا وروبخښي. که تاسو هم خبره ژر نه شئ درک/حفظ کولای نو له ځمکني توت حتما ګټه پورته کوئ.

دا هم ولولئ: بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

درېيم ـ مناسبه کالوري او فایبر لري

توت زمینې شاوخوا ۵۴ کالوري انرژي لري؛ همدارنګه په لوړه کچه فایبر لري، چې د بدن د اړتیا وړ ډېره برخه فایبر پوره کولای شي.

څلورم ـ ځمکني توت د CRP ټيټوالی

ځمکنی توت کولای شي، چې د CRP کچه ټيټه کوي. CRP په بدن کې د التهاب نښه ده. په یوه څېړنه کې څرګنده شوه، هغو مېرمنو چې په اونۍ کې یې شاوخوا ۱۶ او یا له هغه ډېر ځمکني توت خوړل د هغوی په نسبت چې نه یې خوړل د CRP د ډېروالي احتمال ۱۴ سلنه کم و.

د ځمکني توت حیرانوونکي روغتيايي ګټې
د ځمکني توت حیرانوونکي روغتيايي ګټې – rughtia.com

پنځم ـ د زړه ناروغۍ په کمولو کې مرسته کوي

په دغه خوندوره مېوه کې شته فلانوئيدونه د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ په ډېره کچه راټيټوي.

شپږم ـ د هډوکو په پياوړتيا کې ګټور ثابتېږي

په توت زمیني کې شته مواد (پوتاشیم، ويټامين کا او مګنیزیم) ددې سبب کېږي، چې هډوکي پياوړې کړي.

اووم ـ د ستوني د سرطان مخنيوی کوي

ترسره شوي څېړنې ښيي، چې د توت زمیني منجمد شوي پودر کولای شي، له خلکو سره د ستوني د سرطان په مخنيوي کې مرسته وکړي.

اتم ـ ځمکني توت د زړښت ضد خاصیت لري

په ځمکني توت کې شته مواد غذايي مواد د ويښتانو او نوکانو په سلامت پاتې کېدو کې مرسته کوي. ددې ترڅنګ الاژيک اسید انتی اکسیدان هم کولای شي چې ستاسو د بدن پوستکی سالم او تر ډېره له ټولېدو وساتي.

نهم ـ د وزن د کموالي لپاره ډېر ښه دي

نیتراني ترکیب چې په دې مېوه کې پيدا کېږي، کولای شي په بدن کې  د ویني او اکسیجن جریان  ښه کړي، همدا د وزن په برابر ساتلو کې ګټور ثابتېږۍ.

لسم ـ ځمکني توت د سترګو روغتيا تضمینوي

د ورځې درې او یا ډېر توت زمیني خوړل کولای شي، پر دژنراسیون ماکولا د اخته کېدو ګواښ کم کړي. په دې حالت کې دید له لاسه ځي.

دا هم ولولئ: د موسکا ۵ پنځه لویې روغتیائي ګټې – دلته يې ولولئ

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *