د نامنظم میاشتني عادت لاملونه

په مېرمنو کې د تناسلي الې له لارې د وینې راتګ ته میاشتنی عادت ویل کېږي. دا چاره هره میاشت د څلورو، پنځو ورځو او آن په ځینو مېرمنو کې د یوې اونۍ لپاره ترسره کېږي. منظم میاشتنی عادت د مېرمنو د روغتيا په معنا ده. مېرمنې باید ددې چارې نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه چې که دا چاره نامنظمه شوه، په دې معنا ده، چې بدن له ځينو ستونزو سره مخ دی. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.

میاشتنی عادت
د ځينو علایمو ټولګه ده، چې هره میاشت په مېرمنو کې څرګندېږي او مېرمنې دې ته چمتو کوي، چې حمل واخلي. هره میاشت له تخمدان څخه آزادېږي او په بدن کې هورموني تغييرات لیدل کېږي. کله چې آزاد شوی تخم د سپرم له اغېز څخه روغ ووځي، د تناسلې الې له لارې وځي، همدې چارې ته میاشتنی عادت ویل کېږي.
طبیعي میاشتنی عادت هر اته ويشت ورځې بعد پېښېږي. مګر په ځينو مېرمنو کې دا ورځې توپیر کوي. ځينې مېرمنې هر څلرويشت ورځې بعد دا حالت تجربه کوي، په ځينو حالاتو کې آن پنځه دېرش ورځې بعد هم تجربه شوي دي. دا چاره له څلورو تر اوو ورځو دوام کوي. د مختلفو انسانانو د بدن جوړښت او د ژوند شرایطو ته په کتو میاشتنی عادت کېدای شي کم خونه، سپک، دروند، لنډ، اوږد، دردناک او آن پرته له درده وي.

نامنظم میاشتنی عادت ولې رامنځته کېږي؟
په نجونو یا په ټوله کې د مېرمنو د میاشتني عادت نامنظم والي یو عمده دلیل د تخمونو نه رامنځته کېدل بلل کېږي. ددې چارې اصلي لامل شدید هورموني ګډوډي بلل کېږي.
همدارنګه د ژوند، صحت او جسمي شرایط د مېرمنو پر میاشتني عادت مستقیم اغېز لري. د میاشتني عادت ګډوډۍ ځینې نور عوامل په دې ډول دي.

د هورمونونو د توازن نشتون
د بلاغت په جریان کې د بدن په ګڼو برخو کې تغييرات رامنځته کېږي، په دې لړ کې هورمونونه هم تر اغېزې لاندې راځي. له دې وروسته د استروژن او پروژسترون تعادل کلونه وخت نیسي. له همدې کبله میاشتنی عادت اکثرا بې نظمه وي. له شنډ کېدو وړاندې ډېری مېرمنې د اوږدې مودې لپاره دا حالات تجربه کوي او وروسته له شنډ کېدو بیا له دې چارې بېغمه شي.
د امیندوارۍ پر مهال د مېرمنو میاشتنی عادت ختمېږي او د ځينو مېرمنو له زېږون وروسته تر یوې مودې همداسې بند وي.
ددې ترڅنګ د درملو له لارې د امیندوارۍ مخنيوی هم ددې سبب کېږي، چې میاشتنی عادت غیر منظم شي.
له دې ټولو سره ـ سره روغتياپالان ځینې نور لاملونه په دې ډول ښیي:

  • د وزن پورته کول
  • درمل
  • ژور خفګان
  • ډېر خوب
  • پر له پسې سخت ذهني او فزيکي کار کول
  • بې خوبي

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *