خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!

په انسانانو کې د وزن له ډېرښت سره د بدن د نورو برخو ترڅنګ د خېټې لویوالی هم تر سترګو کېږي. په دې معنا چې د خېټې برخه هم لويېږي. د خېټې غټېدل نه یوازې دا چې د روغتيا ته زیان لري، بلکې د انسان ښکلا هم ننګوي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې خېټه څنګه کوچنۍ کړئ.

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟
که څه هم نږدې ټول خلک پر دې باور دي، چې یوازې ورزش کولای شي دا ستونزه حل کړي. دا خبره سمه ده؛ مګر په دې معنا نه ده، چې د خېټې ویلې (کوچنۍ) کولو بل هېڅ لاره دې نه وي. ځینې نورې تګلارې هم شته، چې پر مټ یې خپله خېټه وړه کولای شئ.
مګر زموږ لومړنۍ سپارښتنه هم همدا ده، چې منظم ورزش وکړئ. اړینه نه ده، چې ځانګړو ورزشي ځايونو ته ورشئ. آن کولای شئ په کور کې هم ځينې تمرینات وکړئ. مثلا منډې ووهئ او ورته نور حرکتونه ترسره کړئ. په هر حال؛ پر دې سربېره دا تګلارې هم ډېر اغېزناکې تمامېدای شي.

لومړی| د جوارو ډوډۍ
روغتياپالان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د جوارو ډوډۍ کولای شي ستاسو خېټه له لویوالي څخه وژغوري. که تاسو همېشه د جوارو ډوډۍ نه شئ خوړلای نو هڅه وکړئ، د غنمو ډوډۍ ترڅنګ یو یا دوه وخته د جوارو ډوډۍ ته هم پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

دویم| ځانګړی محلول
که غواړئ، چې خېټه مو کوچنۍ کړئ/کوچنۍ وساتئ نو په ورځ کې یو وار دا شربت حتما جوړ کړئ. په یوه لوښي کې یوه کاشوغه شهد (شات، عسل)، څو دانې تور مرچ او تازه وېلنی واچوئ. د پنځو دقیقو لپاره یې پر اور کېږدئ، بیا یې چاڼ کړئ او قهوه یې وڅښئ. ډېر ژر به یې مثبته پایله ووینئ.

درېيم| د لیمو جوس وڅښئ!
هڅه وکړئ د سهار پیل مو د لیموانو په جوسو وکړئ. سهار په نهاره یو ګیلاس اوبو کې نیمه لیمو وزبېښئ او بیا وڅښئ، نو د خېټې له غټېدو په امان کې یئ. که په ګیلاس کې د لیمو د اوبو ترڅنګ تازه وېلني هم واچوئ لا ښه اغېز کولای شي.

څلورم| ډېرې اوبه وڅښئ!
ډاکټران د خېټې د کوچني کولو په برخه کې بله سپارښتنه دا کوي، چې باید په مسلسله توګه اوبه وڅښئ. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې موږ دې افراط وکړو. یوازې د بدن اړتیا وړ اوبه دې پوره وڅښل شي.
ددې تګلارو ترڅنګ باید هېر نه کړئ، چې له ځینو خوړو ځان وساتئ. که غواړئ خېټه مو لویه نه شي، نو ددې خوړو له ډېر خوراک څخه ځان وساتئ او نورې لارښووونې هم ومنئ!

  • سره کړي غوښې مه خورئ
  • مېوې او سبزیجات ډېر وخورئ!
  • نرۍ وریجې مه خورئ
  • له بورې (خواږه) څخه ځان وساتئ
  • شین چای څښئ

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *