الزایمر څه ډول ناروغي ده؟

د عصبي ناروغيو په ډله کې “الزایمر” خورا خطرناکه ناروغي ده. پر دې ناروغۍ اخته انسان خپله حافظه له لاسه ورکوي. دا چې د “الزایمر” درملنه ناشونې ده؛ نو اوس یې هم په اړه څېړنې روانې دي او لا ډېرې پوښتنې شته چې باید ځواب شي. مګر بیا هم ځينې مهم معلومات یې په اړه موندلای شو. موږ په دې لیکنه کې پر همدې ناروغۍ مفصلې خبرې کړي دي.

څومره خلک پر دې ناروغۍ اخته دي؟
د روغتيا نړېوال سازمان د ارقامو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا “۳۰” وګړي پر دې ناروغۍ اخته دي. البته دا رسمي ارقام دي. نو کېدای شي لږ و ډېر توپیر هم ولري. یوازې په آلمان کې ۱،۶ میلیونه خلک د عقلي زوال ناروغۍ په بېلابېلو ډولونو اخته دي، چې له دوی یې “۶۰” سلنه الزایمر لري.

څه ډول ناروغي ده؟
پر دې ناروغۍ اخته کسان ورځ تر بلې د فکر کولو، خبرو، قضاوت کولو او تمرکز کې کمزوري احساسوي. همدارنګه د مغزو سلولونه یې شدید زیان ويني او یا هم بېخي له منځه ځي.
دا ناروغي په هېرجنۍ او لټۍ سره پیلېږي. ورځنۍ چارې په تدریجي توګه له ګډوډيو سره مخ کېږي. ورو ـ ورو دومره جدي شي چې خپل کارونه په یواځې ځان نه شي کولای. همدارنګه ټول شیان یې هېرېږي.
آن ځينې ناروغان خو خپلې تڼۍ هم بندولای/خلاصولای نه شي. تر دې چې خپل نږدې ملګري، د کورنۍ غړي او خپلوان هم نه شي پېژندلای.

څنګه ترې ځان وژغورو؟
لکه څنګه چې مو په لومړیو کې یادونه وکړه، ددې ناروغۍ درمل نشته؛ نو دا غوره خبره ده، چې د علاج پر ځای پر وقایې غور وشي. باید هغه ټولې لارښوونې عملي کړو، چې روغتياپالان یې سپارښتنه کوي. له دې ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره ډاکټران لاندې لارښوونې کوي:

  • وزن مو ډېرېدو ته مه پرېږدئ!
  • په غذايي رژيم کې سبزیجات ډېر کړئ!
  • متحرک اوسئ او ورزش کوئ!
  • له سیګرټو لرې اوسئ!
  • الکول مه څښئ!
  • ذهني فعالیتونه وکړئ او تفکر هم مه هېروئ!
  • منظمه نڅا او موسیقي

دا هغه تګلارې دي، چې پر مټ یې تاسو له دې خورا بدې ناروغۍ ځان ژغورلای شئ. هڅه وکړئ دا لارښوونې هم پخپله عملي کړئ او هم یې له ملګرو او د کورنۍ له غړو سره شریک کړئ.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *