آیا پوهېدئ، چې د جنسي اړیکو ننداره رواني ناروغي ده؟

په ټولنيز ژوند کې زموږ اکثره کړه ـ وړه شاید عادي وبرېښي؛ مګر په علمي لحاظ کېدای شي رواني ناروغي وي. تاسو په دې لیکنه کې د همداسې یوې عجیبې رواني ناروغۍ په اړه لولئ!

د جنسي اړیکو ننداره
که څه ددې ناروغۍ له نوم څخه داسې معلومېږي، چې د نورو جنسي اړیکو لیدل به دا ناروغي وي. خو یوازې دا برخه نه ده. که یو څوک هڅه کوي، د یو بل تن د لوڅ لیدلو هڅه وکړي او له دې حالت څخه خوند اخلي، نو پر دې رواني ناروغۍ اخته بلل کېږي.
که په ناڅاپي ډول داسې پېښ شي، چې یو څوک بل تن لوڅ وویني، یا یې د جنسي اړیکو پر مهال وویني نو شاید کومه رواني ستونزه نه وي؛ خو که د همداسې شرایطو جوړولو هڅه کوي، ناروغ بلل کېږي.
پر دې ناروغۍ اخته کسانو کې جنسي میل په بل ډول وړه کړې وي. دوی له همدې تماشې خوند اخلي او ارضا کېږي. که داسې شرایط ورته مناسب نه شي نو له سخت رواني فشار سره مخ کېږي.

لاملونه
که څه هم ددې رواني ستونزې دقیق لامل نه دی معلوم او څېړنې پرې روانې دي؛ خو بیا هم روغتياپالان پر دې باور دي، چې کېدای شي لاندې عوامل هم دخیل اوسي:

  • جنسي غوښتنې نه پوره کېدل
  • له جنسي اړیکو ناسم تعبیر درلودل
  • په کوچنیوالي کې له جنسي ځورونې سره مخ کېدل

درملنه
که تاسو داسې څوک پېژنئ چې دا ډول ستونزه لري؛ نو ډاډ ورکړئ او ویې هڅوئ چې روانپوه ته لاړ شي او یا یې خپله بوځئ. روانپوهان کولای شي، د ځينو تګلارو په ښودلو سره ستاسو ناروغ له دې حالت څخه وباسي. همدارنګه ددې ناروغۍ د درملنې لپاره یو بل انتخاب “الکتروشوک” هم شته.

څه وکړو؟
که له داسې ناروغانو سره مخ یئ یا خپله پرې اخته يئ؛ نو تشویش مکوئ ځکه په تشویش سره شاید نورې رواني ستونزې هم پیدا کړئ. پرته له وېرې او شرم څخه ډاکټر ته مراجعه وکړئ او ډېر ژر به مو ستونزه حل شي.

About رياض مقامزی

لیکوال او ژباړن

View all posts by رياض مقامزی →

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *